بامیان؛ ملا غلام مرکز ښارګوټي کې د رسۍ کش کولو او تېږې اچونې سیالې ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۹ - ۹:۳۷
بامیان؛ ملا غلام مرکز ښارګوټي کې د رسۍ کش کولو او تېږې اچونې سیالې ترسره شوې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ملا غلام مرکز ښار ګوټي کې د رسۍ کش کولو ۱۵ لوبډلو او د تېږې اچونې ۲۰ لوبغاړو ترمنځ یو ورځینۍ سیالۍ ترسره شوې.

د سیالیو په پایلوبه کې د رسۍ کش کولو په برخه کې د صفت الله لوبډلې لومړی، د علي رضا لوبډلې دویم او د نصرالله لوبډلې درېیم مقام ترلاسه کړ.

همداراز د تیږې اچونې په برخه کې فضل الدین لومړی، عقیل دویم او رحیم درېیم مقام ترلاسه کړ.

د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه په کلیو او بانډو کې د سیمه ایززو او عنعنوي لوبو وده ښودل شوې ده.

په پای کې د بدني روزنې او ورزش آمر له لوري غوره لوبغاړو او لوبډلو ته مډالونه او د اتلوليرجام ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۰:۳۸
Background image

ننګرهار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۰:۳۵
Background image

خوست کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز متون ښار کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د اسماعیل خېلو منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۰:۳۳
Background image

هلمند؛ په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ بي لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري، په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ بي لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ چې ۲۰ ورځې وړاندې پيل شوې وې، پای ته ورسېدې

. . .

BACK TO NEWS