ننګرهار؛ کوټ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو تر منځ د واليبال سيالۍ پېل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۸ - ۱۰:۳۶
ننګرهار؛ کوټ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو تر منځ د واليبال سيالۍ پېل شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست په لارښوونې او همغږۍ په کوټ ولسوالۍ کې د شلو لوبډلو تر منځ، د "خپلوک افغانستان" په نوم د واليبال سيالۍ وړمه ورځ پېل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه، د شهيد خالد او ډوانو لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې د ۲/۰ مېدانونو په توپير شهيد خالد لوبډلې په بريا پای ته ورسېده،‌ د سياليو دوېيمه لوبه د جهلگزي تور استاد او گردي لېسې تر منځ ترسره شوه، چې گردي لېسې ۲/۱ مېدانونو په توپير سيالۍ وگټله.

هېره دې نۀ وي چې، د دغو سياليو موخه، په يادې ولسوالۍ کې د‌ واليبال لوبې وده ده، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۴
Background image

کابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رګبي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رګبي ملي فدراسیون له لوري د ياد رياست په غازي سټيډيوم کې د کابل او کاپيسا ولايتونو څخه د څلورو لوبډلو ترمنځ د کابل رګبي لوبډلې ټاکنیزې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

خوست؛ اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د پارکور نندارې وشوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ په ډاب سيمه کې د ۲۵ ورزشکارانو له لوري د پارکور زړه راښکونکې نندارې وشوې.

د يادو نندارو موخه له نشه يي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۲۴
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري او د اویک مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام. . .

BACK TO NEWS