ننګرهار؛ کوټ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو تر منځ د واليبال سيالۍ پېل شوې
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست په لارښوونې او همغږۍ په کوټ ولسوالۍ کې د شلو لوبډلو تر منځ، د "خپلوک افغانستان" په نوم د واليبال سيالۍ وړمه ورځ پېل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه، د شهيد خالد او ډوانو لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې د ۲/۰ مېدانونو په توپير شهيد خالد لوبډلې په بريا پای ته ورسېده، د سياليو دوېيمه لوبه د جهلگزي تور استاد او گردي لېسې تر منځ ترسره شوه، چې گردي لېسې ۲/۱ مېدانونو په توپير سيالۍ وگټله.
هېره دې نۀ وي چې، د دغو سياليو موخه، په يادې ولسوالۍ کې د واليبال لوبې وده ده، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
