کندهار؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ ۱۲ اوریزه ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۳ - ۱۳:۵۳
کندهار؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ ۱۲ اوریزه ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د کندهار ولایت د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د ارغنداب ولسوالۍ په میانجۍ کلي کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ ۱۲ اوریزې یو میاشتنۍ سیالۍ د ورزشي مسوولینو او قومي مشرانو په حضور کې پیل شوې.

د سیالیو پیل لوبه د اسحاق فیروز او بارک کاروان لوبډلو ترمنځ وشوه، چې بارک کاروان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ټاکلو اورونو کې سیالې لوبډلې ته ۸۷ منډې هدف وټاکه. اسحاق فیروز لوبډله د لوبې په څلورم اور کې د عزیز احمد د چټکو ۴۲ منډو په ترسره کولو یاد هدف پوره او د سیالیو پیل لوبه یې وګټله.

د یادونې ده، چې کلیوال ځوانان ورزش ته هڅول، سالمه تفرېڅ او د ورزش پراختیا د یادو سیالیو موخه ښودل شوې ده.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۵
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدنی روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې اتحاد. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۴۱
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د حاجي سلطان نورزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS