په بغلان کې د والیبال سیالۍ پای ته ورسیدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۳:۱۹
په بغلان کې د والیبال سیالۍ پای ته ورسیدې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت او والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري له رویان پوهنتون سره په همغږۍ د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې د بغلان پوهنتون په مرکزي ورزشي لوبغالي کې پیل شوې وې، د برېښنا لوبډلې په بریا پای تته ورسېدې.

د دې سیالیو په پای لوبه کې برېښنا لوبډلې خپلې سیالې دوشي، لوبډلې ته ۳/۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.

دا سیالۍ، چې موخه يې د ورزش پراختیا او د ځوانانو هڅونه وه، د پای په مراسمو کې يې د بغلان ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت مسوولینو، د ښوونیزو بنسټونو مسوولینو، ولایتي چارواکو او ګڼ شمېر مینه والو ګډون کړی وو.

د مراسمو په پای کې د ورزش د مسوولينو او د رويان ښوونیزې موسسې له خوا پر ګټونکو لوبډلو او غوره ورزشکارانو کپونه، مډالونه او نغدي جايزې ووېشل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۵
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدنی روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې اتحاد. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۴۱
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د حاجي سلطان نورزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS