بلخ؛ د فوټسال سیالۍ د عظیمي کاروان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۴ - ۱۰:۴۵
بلخ؛ د فوټسال سیالۍ د عظیمي کاروان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

په مزارشریف کې د فوټسال سیالۍ، چې یوه میاشت وړاندې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، تېره ورځ د عظیمی کاروان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دې سیالیو په وروستیو مراسمو کې د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رئیس م. نور علم بدر د بلخ ولایت د فوټبال فدراسیون رئيس استاد احمدالله واعظزاده په ګډون یو شمېر مينوالو هم برخه اخیستې وه.

د دغو سیالیو پای لوبه د عظیمي کاروان او آینده سازان لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، چې عظیمي کاروان لوبډلې ۳/۰ د آینده سازان لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۰:۵۳
Background image

سرپل کې د فوټبال الف ليګ سيالۍ د ابراهیم بن ادهم لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليګ سيالۍ د ابراهیم بن ادهم لوبډلې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۹:۱۲
Background image

د افغانستان اتلانو فوټبال غوره ليګ ـ روشن د سرخ پوشان خوافي هرات لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

د دغه ليګ د پای په مراسمو کې د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او فوټبال ملي فدراسيون معاون حافظ احمد جان ځدران، د صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدين عزيزي، د اريانا هوايي شرکت رييس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

BACK TO NEWS