د افغانستان اتلانو فوټبال غوره ليګ ـ روشن د سرخ پوشان خوافي هرات لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد
د دغه ليګ د پای په مراسمو کې د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او فوټبال ملي فدراسيون معاون حافظ احمد جان ځدران، د صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدين عزيزي، د اريانا هوايي شرکت رييس مولوي بخت الرحمن شرافت، د وزيرانو شورا د انسجام رئيس مولوي محمد صادق مهاجر، د ورزش ادارې مشاور قاري حیات الله رحماني او ګڼو دولتي او ورزشي مسولينو ګډون کړی و.
د افغانستان اتلانو ليګ سياليو کې د هيواد په کچه لسو لوبډلو ګډون کړي و، چې په پايله کې سرخ پوشان خوافي هرات لوبډلې د ۵۰ امتيازونو په ترلاسه کولو لومړی، ابو مسلم فراه لوبډلې د ۴۴ امتيازونو په ترلاسه کولو دويم او طوفان هرات لوبډلې د ۳۲ امتيازونو په ترلاسه کولو سره درېيم مقام ترلاسه کړ.
د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ، مډالونه او نغدي ډالۍ ورکړل شوې.
