په پکتیکا کې د دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ په نوم د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۱۶:۱
په پکتیکا کې د دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ په نوم د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ۲۲ دولتي ادارو د لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې ۱۶ ورځې یې دوام وکړ، د پوهنې ریاست لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د پوهنې ریاست او ملي تلویزیون لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې پوهنې ریاست لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

یادې سیالۍ د پکتیکا ولایت د مرستیال وال.ي مخدوم عبدالسلام سعادت په مالي همکارۍ ترسره شوې او موخه یې د دولتي ادارو ترمنځ همغږي رامنځ ته کول وو.

په پای کې غوره لوبډلو ته د مسوولینو له لوري چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۶
Background image

پکتیا کې د ۳۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د سنوکر معياري کلب پرانیستل شو

د پکتیا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د سید جواد موسوي په نوم ورزشکار له لوري د ۳۵زره امریکايي ډالرو په ارزښت د سنوکر معیاري کلب جوړ او رسماً پرانیستل شو.

دا کلب په نویو او عصري ورزشي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې کارکوونکو ته داوبو او انرژۍ وزارت له لوري د انرژۍ سپما يو ورځنی سمینار ترسره شو

کابل کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست، رئيسانو، امرينو او مديرانو ته د هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت، د انرژۍ مثمريت او ساتنې رياست له لوري او د هېواد د ورزش ادارې د کارکوونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۵۹
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

BACK TO NEWS