پکتیا؛ د پنځو ولایتونو ورزشکارانو په ګډون د کي وان کیک بوسینګ سبک سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۱۰:۳۹
پکتیا؛ د پنځو ولایتونو ورزشکارانو په ګډون د کي وان کیک بوسینګ سبک سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په مرسته د رزمي ورزشونو فدراسیون له لوري د دې ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د کابل، خوست، غزني پکیتکا او پکتیا ولایتونو د ورزشکارانو په ګډون د رزمي ورزشونو د کي وان کیک بوکسینګ سبک سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د یادو ولایتونو ۸۰ ورزشکارانو برخه لرله، چې د یوې ورځې لپاره له یو بل سره ولوبېدل.

دغه سیالۍ، چې کي وان کیک بوکسینګ سبک ته د ودې او پرمختګ په موخه ترسره شوې، د پکتیا په لومړي، کابل دویم او پکتیکا ولایت د ورزشکارانو په درېیم مقام ګټلو سره پای ته ورسېدې.

په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه، کپونه او کمربندونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS