پنجشېر؛ د واليبال خزاني سيالۍ د وحدت رخه لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۹:۴۷
پنجشېر؛ د واليبال خزاني سيالۍ د وحدت رخه لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې

د پنجشېر ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت په مرسته د واليبال فدراسيون له لوري د دې ولایت رخې ولسوالۍ، د درخېل کلي په ورزشي ميدان کې د لس لوبدلو ترمنځ د واليبال خزاني سيالۍ، چې څلور اوونۍ يې دوام وکړ د وحدت رخه لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.

دغه سيالۍ په پيل کې په ډله ييز شکل او له درېيمي اوونۍ وروسته په حذفې شکل ترسره شوې.

د دي سياليو په پايلوبه کې د وحدت رخې لوبډلې د ٣-٠ ميدانونو په توپیر حصارک لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه همداراز حصارک او اتحاد لوبډلو په ترتيب سره دويم او درېيم مقام خپل کړ.

په پاى کې د رخې ولسوال، د پنجشېر د ورزش امر او د واليبال فدراسيون مسوولینو له لوري غوره لوبډلو ته بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۹
Background image

بلخ کې د ۷ ولایتونو په گډون د فول رزم سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم آزادې سیالۍ وشوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۷
Background image

د کابل - پنجشیر په لاره د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې

د بايسکل ځغلونې او موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل، ميدان وردګ او پنجشېر ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په فري سټايل سبک کې د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې.

دغه نندارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۱۸
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د آق تپې نويو. . .

BACK TO NEWS