کونړ؛ د کرکټ ټېپ بال سيالۍ د آسپل خصوصي ښوونځي لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۰ - ۹:۴۳
کونړ؛ د کرکټ ټېپ بال سيالۍ د آسپل خصوصي ښوونځي لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې

د کونړ ولايت بدني روزنې او ورزش امريت په مالي همکارۍ د مرکز اسعد اباد ښار په څاګي کې د کرکټ ټېپ بال سيالۍ، چې ١٥ ورځې وړاندې د ٩ لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې، د اسپل خصوصي ښوونځي لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پايلوبه کې د اسپل خصوصي ښوونځي او څاګي هجران لوبډلې سره ولوبېدلې، چې څاګي هجران لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه وکړه، چې په ٨ اورونو کې يې د اوو ويکټو په زيان د اسپل ښوونځي لوبډلې ته د ٨٠ منډو هدف ورکړ.

په مقابل کې د اسپل خصوصي ښوونځي لوبډلې ورکړل شوى هدف د درېيو لوبغاړو په سوځېدو سره د لوبې په شپږم اور کې پوره کړ او لوبه يې د ٧ ويکټو په توپیر وګټله.

په دغو سياليو کې حسين الله د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړله.

د سیالیو هدف د کونړ ولایت لپاره د کرکټ ټېپ بال منتخبې لوبډلې پر جوړولو سربېره په مرکز او ولسواليو کې د ټېپ بال رشتې منظمول او وده ورکول دي.

په پاى کې د ورزش امريت له لوري غوره لوبغاړي او د لوبو خدمت کوونکي په ورزشي ډاليو او ستاينليکونو ونازول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۸:۳۵
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریتدلهدلوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د استاد نادرخان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

زابل کې د ٢٥ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همغږۍ، د اتلتیک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

دا سيالۍ په ۴۰۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۸:۳۰
Background image

کابل کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پنګ پانګ څوارلسم پړاو سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پنګ پانګ ملي فدراسیون له لوري او د افغان سرې مياشتې ټولنې په مالي ملاتړ د کابل ښار له تعليمي مرکزونو، موسېسو او بنسټونو د ۷۰ ورزشکارانو. . .

BACK TO NEWS