کونړ؛ د کرکټ ټېپ بال سيالۍ د آسپل خصوصي ښوونځي لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې

org_admin
Sat, Nov 11 2023 9:43 AM
کونړ؛ د کرکټ ټېپ بال سيالۍ د آسپل خصوصي ښوونځي لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې

د کونړ ولايت بدني روزنې او ورزش امريت په مالي همکارۍ د مرکز اسعد اباد ښار په څاګي کې د کرکټ ټېپ بال سيالۍ، چې ١٥ ورځې وړاندې د ٩ لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې، د اسپل خصوصي ښوونځي لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پايلوبه کې د اسپل خصوصي ښوونځي او څاګي هجران لوبډلې سره ولوبېدلې، چې څاګي هجران لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه وکړه، چې په ٨ اورونو کې يې د اوو ويکټو په زيان د اسپل ښوونځي لوبډلې ته د ٨٠ منډو هدف ورکړ.

په مقابل کې د اسپل خصوصي ښوونځي لوبډلې ورکړل شوى هدف د درېيو لوبغاړو په سوځېدو سره د لوبې په شپږم اور کې پوره کړ او لوبه يې د ٧ ويکټو په توپیر وګټله.

په دغو سياليو کې حسين الله د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړله.

د سیالیو هدف د کونړ ولایت لپاره د کرکټ ټېپ بال منتخبې لوبډلې پر جوړولو سربېره په مرکز او ولسواليو کې د ټېپ بال رشتې منظمول او وده ورکول دي.

په پاى کې د ورزش امريت له لوري غوره لوبغاړي او د لوبو خدمت کوونکي په ورزشي ډاليو او ستاينليکونو ونازول شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS