د هېواد د بدن ښکلا ملي لوبډلې لوبغاړي علي رضا اساهي د بدن ښکلا په نړيوالو سياليو کې د سرو زرو لومړنى مډال ترلاسه کړ

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۰ - ۹:۳۵
د هېواد د بدن ښکلا ملي لوبډلې لوبغاړي علي رضا اساهي د بدن ښکلا په نړيوالو سياليو کې د سرو زرو لومړنى مډال ترلاسه کړ

د هېواد د بدن ښکلا ملي لوبډلې لوبغاړي علي رضا اساهي د بدن ښکلا په څلورم پړاو نړيوالو سياليو کې چې د جنوبي کوریا ګانګواک ايالت په ونجو ښار کې ترسره شوې د افغانستان لپاره د سرو زرو لومړنى مډال ترلاسه کړ .

٥٠کلن اساهي په +٨٠ کيلو ګرام وزن کې چين، جاپان، هندوستان او جنوبي کوریا ته ماتې ورکړه او د افغانستان لپاره يې د بدن ښکلا له نړيوالو سياليو څخه د سرو زرو لومړنى مډال ترلاسه کړ.

ټاکل شوې سبا جمعه به د هېواد د بدن ښکلا ملي لوبډلې بل لوبغاړى زلمى شکوري د سپورت فزيک برخه کې په ١٧٥ سانتي متر قد کې له خپل سیال سره د لوبې ډګر ته ښکته شي، همداراز د شنبې په ورځ به محمدايوب اعظمي هم په ١٠٠ کيلو وزن او علي رضا اساهي يو ځل بيا په ٩٠ کيلو ګرام وزن کې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

د يادولو ده چې د جنوبي کوریا په کوربتوب د بدن ښکلا او فټنس نړيوالي سيالۍ د ٤٠ هېوادونو ورزشکارانو په ګډون دوام لري.

په دغو سياليو کې علي رضا اساهي، زلمي شکوري او محمدايوب اعظمي د افغانستان استازیتوب کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۵۵
Background image

سراج الدین خطیبي د مخکښانو پهلواني نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه اردن ته ولاړ

د پهلواني پخوانی او مخکښ افغان لوبغاړی او په ایران کې د افغان مهاجرینو لوبغاړو لپاره د پهلواني ملي فدراسیون استازی سراج الدین خطیبي د پهلواني مخکښانو (پیشکسوتانو) نړۍوالو سیالیو کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۵۰
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار په شپږمه ناحیه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۴۶
Background image

ارزګان؛ خاص ارزګان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکيټ سیالۍ پیل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

BACK TO NEWS