ننګرهار؛ په کوټ ولسوالۍ کې د والیبال داخلي سیالۍ د ډاکتر بشیر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۳ - ۱۵:۱۲
ننګرهار؛ په کوټ ولسوالۍ کې د والیبال داخلي سیالۍ د ډاکتر بشیر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په مرسته د والیبال فدراسیون له لوري د ځوانانو د یووالي او ټولنې ته د خدمت کولو په موخه د دې ولایت د کوټ ولسوالۍ په هندرانو مرکزي میدان کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال داخلي سیالۍ تېره ورځ د ډاکتر بشیر لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.

دغو سیالیو چې لس ورځې یې دوام وکړ په پایلوبه کې یې د ډاکټر بشیر لوبډلې د ۳-۰ میدانونو په توپیر د هندرانو اتحاد لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په پای کې د ورزش ریاست له لوري ګتونکې لوبډلې او غوره ورزشکارانو تشویق شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۷
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ د پکتیا ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۶
Background image

میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تنګي ځواک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۵۵
Background image

سراج الدین خطیبي د مخکښانو پهلواني نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه اردن ته ولاړ

د پهلواني پخوانی او مخکښ افغان لوبغاړی او په ایران کې د افغان مهاجرینو لوبغاړو لپاره د پهلواني ملي فدراسیون استازی سراج الدین خطیبي د پهلواني مخکښانو (پیشکسوتانو) نړۍوالو سیالیو کې د. . .

BACK TO NEWS