د غزني په مرکز کې د ۱۴۰ وزرشکارانو په ګډون د سوک وهنې منتخبې لوبډلې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۳ - ۱۱:۹
د غزني په مرکز کې د ۱۴۰ وزرشکارانو په ګډون د سوک وهنې منتخبې لوبډلې سیالۍ ترسره شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او سوک وهنې فدراسیون په ګډه همکارۍ د غزني په مرکزي جمنازیوم کې د سوک وهنې د ټولو کلبونو د ۱۴۰ وزرشکارانو په ګډون د سوک وهنې منتخبې لوبډلې د غوراوي سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د څلور کټګوریو تنکیو ځوانانو، نوي ځوانانو، ځوانانو او لویانو سني او وزني کټګوریو کې د دوو ورځو لپاره سره ولوبېدل.

د یادولو ده چې د دې سیالیو په پای کې ۵۳ تنه د غزني ولایت د سوک وهنې منتخبې لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړ.

په پای کې د ورزشي مسوولینو له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS