داد محمد پايند اختري د افغانستان د اس ځغلونې فدراسيون مشر وټاکل شو.
داد محمد پايند اختري د افغانستان د اس ځغلونې فدراسيون مشر وټاکل شو. نن سه شنبه د بدني روزنې او ورزش رياست په سالون کې د اس ځغلونې فدراسيون د رياست لپاره ټاکنې وشوې چې داد محمد پاينده اختري او قدرت الله راسخ د دې څوکۍ لپاره کانديدان وو. عمومي مجمعې چې د رايې حق يې درلود په ټاکنو کې

ګډون وکړ چې په پايله کې داد محمد پاينده اختري د ۱۰ موافقو رايو او يوې مخالفې رايې په ګټلو سره د رئيس په توګه وټاکل شو. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش رياست او د المپیک د ملي کمېټې مشر ډاکټر حفيظ الله ولي رحيمي ټاکنې له نږدې وڅارلې او په ټاکنيزه پروسه کې يې د څارونکي په توګه ګډون درلود.
