د افغانستان وېلچر باسکېټبال ملي لوبډلې له ټایلنډ هیواد څخه ماتې وخوړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲ - ۱۶:۲۲
د افغانستان وېلچر باسکېټبال ملي لوبډلې له ټایلنډ هیواد څخه ماتې وخوړه

د افغانستان د ویلچر باسکېټبال ملي لوبډلې د چین په کوربه‌توب د پارا المپیک اسیایي لوبو په لړ کې له ټایلنډ هیواد څخه د ۸۰ -۴۱ ګولونو په توپیر ماتې وخوړه.

تر دې مخکې افغان لوبډلې له ایران او فیلیپین سره سیالۍ ترسره کړې وې، چې په پایله کې یې فیلیپین ته ماتې ورکړه او له ایران هیواد څخه یې هم ماتې خوړلې وه.

دغه سیالۍ د چین په هانګ ژو کې روانې دي، افغانستان په خپل ګروپ کې د چین، فیلیپین، ټایلنډ او ایران هېوادونو له لوبډلو سره لوبې لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۱۸
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

کاپیسا؛ نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۳
Background image

پکتيکا کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز ښرنې اړوند ملک لوبغالي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د فيصل شايسته لوبډلې په اتلولۍ. . .

BACK TO NEWS