د کيک بُکس ملي لوبډلې ټاکنيزې سيالۍ.

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۸ - ۱۳:۹
کیک بکس

د کيک بُکس ملي لوبډلې ټاکنيزې سيالۍ. په کابل کې د ملي لوبډلې لپاره د کيک بُکس لسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پېل شوې
. په لوبو کې د ۲۸ ولايتونو او په ايران کې د افغان کډوالو له يوې لوبډلې څخه ۲۳۵ لوبغاړو برخه اخېستې چې پنځه ورځې دوام کوي. د ۱۱ وزني کټه ګوريو لوبغاړو چې له ۴۸ نيولې تر ۸۵ کيلو ګرام پورې وزن لري؛ ټول به د لويانو د ملي لوبډلې غوراوي لپاره سيالۍ وکړي. 
د لوبو په پايله کې به ۴۰ غوره څېرې چې لومړي درې مقامونه وګټي ملي لوبډلې ته لار پېدا کړي او په بهرنيو لوبو کې به د ملي لوبډلې په استازيتوب ولوبېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۱:۶
Background image

کابل کې د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سنوکر ملي فدراسیون له لوري په دشت برچي سیمه کې د کابل ښار له ٣٠ کلبونو د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۰:۴۲
Background image

خوست کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مهدیخېلو سیمه کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د صوبه سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۱۸
Background image

دا اتلتیک افغان ورزشکار په نړۍ‌والو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

د اتلتیک افغان ورزشکار الهام الدین سراج زي د ماراتون کلمبو ۲۰م پړاو نړۍ‌والو سیالیو کې ۴۲.۱۹۲ کیلو متره واټن په ۲ساعته او ۵۲ دقیقو کې وواهه او د سپینو زرو مډال ګټونکې شو.

دغو سیالیو کې. . .

BACK TO NEWS