په کندهار کې د څلورو ولایتونو د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور سیالۍ ترسره شوې
د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند پارکور فدراسیون له لوري د کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ چې یوه ورځ یې دوام وکړ، په پایله کې کندهار د ۱۶۴ نومرو په ترلاسه کولو سره لومړی، هلمند د ۱۳۴،۵ نومرو په ترلاسه کولو سره دویم او ارزګان د ۳۹،۵ نومرو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام ترلاسه کړ.
د یادونې وړ ده چې د دغو سیالیو موخه ورزش د ځوانانو هڅول او همدارنګه د غوره استعدادنو موندل وو.
هېره دې نه وي چې په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
