په خوست کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د نجیب تلاش &e زرغون وطن والیبال جام سیالۍ پیل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۹:۳۱
په خوست کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د نجیب تلاش &e زرغون وطن والیبال جام سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د‌ بدني روزنې او ورزش امريت او والیبال فدراسیون د استازولۍ په همغږۍ د نجیب تلاش ، &e زرغون وطن والیبال جام سیالۍ، د نجیب تلاش خیریه بنسټ ، میلاد سټیل ، &e او مومن ګروپ په مالي لګښت د مرکز اړوند شیخ زاید جمنازیوم کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو د پیل لوبه د سرې میاشتې او میلاد سټیل لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په پايله کې سرې میاشتې لوبډلې خپلې سیالې ميلاد لوبډلې ته د ۳-۰ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

هېره دې نه‌ وي چې دغه سیالۍ به لس ورځې دوام وکړي، چې پکې د افغانستان د ملي لوبډلې د لوبغاړو ترڅنګ د مختلفو ولایتونو غوره لوبغاړي هم برخه لري.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۲۲
Background image
جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۲۱
Background image

کابل کې د اتو لوبډلو ترمنځ د زونونو په کچه د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د فوټبال ملي فدراسیون اړوند فوټسال ملي کمېټې له لوري د هیواد د زونونو په کچه د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د کابل دلاور زاده دره ترکمن لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۱۴
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت به مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د هلمندي ستورو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS