جاویدان لوبډلې د تخار د رستاق ولسوالۍ د والیبال وحدت جام سیالیو اتلولي وګټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۱۰:۳۶
جاویدان لوبډلې د تخار د رستاق ولسوالۍ د والیبال وحدت جام سیالیو اتلولي وګټله

د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د والیبال وحدت جام سیالۍ چې څه موده وړاندې د تخار ولایت د سپورت امریت او والیبال فدراسیون په همغږۍ د ۱۱ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، د جاویدان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

د دې سیالیو موخه د رستاق ولسوالۍ د ځوانانو ترمنځ د والیبال لوبې ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅول وو.

د جام پای لوبه د جاویدان او پیام صلح لوبډ‌لو ترمنځ وه چې د ۲/۳ میدانونو په توپیر د جاویدان لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

په پای کې د مسؤولینو له لوري په ګټونکو لوبډلو او تکړه لوبغاړو کپونه او مډالونه ووېشل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS