اسیایي سیالۍ؛ سلطان حسین بایقرا (هندي او کویټي) سیالانو ته تر ماتې ورکولو وروسته د برنزو مډال ترلاسه کړ

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۱۰:۲۶
اسیایي سیالۍ؛ سلطان حسین بایقرا (هندي او کویټي) سیالانو ته تر ماتې ورکولو وروسته د برنزو مډال ترلاسه کړ

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند کورش فدراسیون کورش کار سلطان حسین بایقرا د چين هیواد په کوربتوب اسیایي سیالیو کې خپلو هندي او کویټي سیالانو ته ترماتې ورکولو وروسته د برنزو مډال ترلاسه کړ.

دغه سیالۍ چې څه موده وړاندې د چین هیواد په کوربتوب په هانګژو ښار کې پیل شوې دي، تر دې دمه افغان ورزشکارانو څلور د برنزو مډالونه ترلاسه کړي، چې له جملې یې محسن رضایي په تکواندو، محمد خالد هوتک او محمد نصرت حبیبي په ووشو او همدرانګه څلورم مډال د کورش په برخه کې سلطان حسین بایقرا ترلاسه کړ.

هېره دې نه وي چې سلطان حسین به راتلونکې لوبه له خپل ازبکي سیال سره د نقرې په مډال ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۳:۵۴
Background image

ميدان وردګ؛ جلریز ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د ميدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې سید عباس لومړی، هادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۳:۵۲
Background image

پکتیا کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په احمدابا ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ واليبال اختریزې سيالۍ پیل شوې، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.

د دغو سياليو لومړۍ لوبه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۳:۵۰
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ اختریزې سیالۍ د ودان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS