په بادغیس ولایت کې د فولزم څلورم پړاو سیالۍ ترسره شوې
د بادغیس ولایت د ورزش امریت په مرسته د فولرزم فدراسیون استازولۍ له لوري د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د فولرزم ورزشي رشتې څلورم پړاو سیالۍ ترسره شوې.
په دې سیالیو کې د نوي ځوانانو او لویانو سني کټګوریو کې له ۲۰څخه تر ۸۵ کیلو وزن کې ۲۰ تنو ورزشکارانو برخه لرله.
دغه سیالۍ په بادغیس ولایت کې د فولرزم ورزش ته د ودې ورکولو او ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې.
په پای کې د ګډون کوونکو مسوولینو له لوري غوره ورزشکارانو ته لوح سپاس، مډالونه او تصدیق نامې ورکړل شوې.
