کابل کې ۲۰ لوبڅارانو او روزونکو ته د موی تای په برخه کې د ظرفیت لوړولو ښوونيز سيمينار پای ته ورسېده

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۷:۵۲
کابل کې ۲۰ لوبڅارانو او روزونکو ته د موی تای په برخه کې د ظرفیت لوړولو ښوونيز سيمينار پای ته ورسېده

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د موی تای ملي فدراسیون له لوري د المپيک ملي کمېټې د غونډو پت تالار کې له مرکز او ولايتونو څخه ۲۰ لوبڅارانو او روزونکو ته د موی تای په برخه کې د روزونکو او لوبڅارانو د ظرفیت لوړولو ښوونيز سيمينار پای ته ورسېده.

یاد روزنيز ښوونيز سيمينار د موی تای ملي لوبډلې سر روزونکي استاد خليل رسولي، استاد عبدالحمید قاسمي او په افغانستان کې نړیوال لوبڅار وحيدالله علیزاده له لوري په نظري او عملي ډول تدريس شو، چې په کې د روزنې په نويو قوانينو، د روزنې په نويو تخنيک او تکتيک او د تمريناتو په منظمو اصولو او په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې وشوې.

د يادونې وړ ده، چې په دغه سيمينار کې د مرکز کابل، بلخ، هرات، غزني، لغمان، هلمند او کندهار ولايتونو روزونکو او لوبڅارانو ګډون کړی وو، چې څلور ورځې يې دوام وکړ.

د سيمينار په کې ګډون کوونکو لوبڅارانو او روزونکو ته د لوبڅارۍ او روزنې سندونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۴:۳۷
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډ‌لو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۳۸
Background image

سمنګان؛ مرکز ایبک کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د سمنګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کیک بوکسینګ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ایبک کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ ټاکنیزې سیالۍ وشوې، چې یوه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۳۴
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ پیل شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ پیل شوې، چې درې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS