ایران؛ افغان والیبال ملي لوبډلې بنګله دېش هیواد ته ماته ورکړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۴ - ۸:۵۶
ایران؛ افغان والیبال ملي لوبډلې بنګله دېش هیواد ته ماته ورکړه

د ایران په ارومیه ښار کې د مرکزي اسیا د والیبال سیالیو په دویمه مرحله کې افغان والیبال ملي لوبډلې بنګله دېش هیواد ته د ۳/۱ میدانونو په توپیر ماته ورکړه.

افغان والیبال لوبډله د یادو سیالیو په دویمه مرحله کې له منګولیا، بنګله دېش او قزاقستان سره لوبیږي، چې منګولیا هیواد سیالي ته حاضر نه شو او سبا به افغان والیبال لوبډله د افغانستان په وخت ۲:۱۵ بجې له قزاقستان سره لوبه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان والیبال لوبډلې په الف ګروپ کې لومړنۍ دوه لوبې قطر او هند هیواد ته بایللې وې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۷:۵۳
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۷:۵۲
Background image

کابل کې ۲۰ لوبڅارانو او روزونکو ته د موی تای په برخه کې د ظرفیت لوړولو ښوونيز سيمينار پای ته ورسېده

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د موی تای ملي فدراسیون له لوري د المپيک ملي کمېټې د غونډو پت تالار کې له مرکز او ولايتونو څخه ۲۰ لوبڅارانو او روزونکو ته د موی تای په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۳۴
Background image

هلمند کې د ۱۴لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې زلمي ځوانانو لوبډلې د یو پر. . .

BACK TO NEWS