د زابل پوهنتون لوبډلې د "ځوانانو يووالي" په نوم د واليبال سياليو اتلولي وګټله
د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د "ځوانانو يووالي" په نوم د واليبال سيالۍ، چې لس ورځې وړاندې د ورزش امريت او والیبال فدراسیون په ګډه همغږۍ د اووه لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې، د زابل پوهنتون لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبې ته د پوهنتون او طوفان هريرود لوبډلو لار وموندله، چې د پوهنتون لوبډلې خپل سيال ته د ٢-١ ميدانونو په توپیر ماتې ورکړه.
په پاى کې د زابل د ورزش امريت له لوري غوره ورزشکارانو ته ورزشي وسايل او ستاينليکونه هم ورکړل شول.
