په خوست کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې
د خوست ولایت د یعقوبیو صبریو ولسوالۍ په نورۍ کلي کې د همدې ولسوالۍ په کچه د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د یاد ټورنمېنټ لومړۍ لوبه د شاهین بابکر خېل کلب او نورۍ کلي د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پيل کې نورۍ کلي لوبډلې توپ وهنه وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې خپلې سيالې لوبډلې ته ۱۳۲ منډې هدف کېښود، بل لوري ته شاهين بابکر خېل کلب ياد هدف د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره د لوبې په وروستي اور کې پوره کړ او بريا يې ترلاسه کړه.
د یادونې وړ ده چې دغه سيالۍ به دوه میاشتې دوام وکړي.
