کابل؛ د بوکسنګ ټاکنیزو سیالیو په دوام تېره ورځ ۶۶ ورزشکاران له سیالیو ووتل
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند بوکسنګ فدراسیون له لوري د یاد فدراسیون په تمریناتي کلب کې د کابل په کچه د ۷۳ کلبونو د ۲۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د بوکسنګ ټاکنیزې سیالۍ، چې تېره ورځ پیل شوې په دوام یې ۶۶ ورزشکاران له سیالیو بهر شول.
د دغو سیالیو په دویمه ورځ د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني معاون حافظ احمد جان ځدران او د المپیک ملي کمېټې اجرایه رییس داد محمد پاینده اختري له یادو سیالیو لیدنه وکړه.
دغه سیالۍ چې شپږ ورځې به دوام وکړي، په لومړۍ ورځ یې د ۶۶ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې، چې په پایله کې ۶۶ ورزشکاران د سیالیو له بایللو وروسته اوټ او همدارنګه په دویمه ورځ به د ۶۴ جوړو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شي، چې په پایله کې به ۶۴ ورزشکاران د مخکې تګ فرصت ولري او پاتې ۶۴ ورزشکاران به بیا هم د سیالیو له بایللو وروسته له سیالیو اوټ شي.
