پکتيکا؛ د شکين ولسوالۍ د ټېپ بال سياليو اتلولي ب.دري۳۱۳ لوبډلې خپله کړه
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او انګور اډې ځوانانو له لوري د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال سیاليو اتلولي ب.دري ۳۱۳ لوبډلې په خپل نوم کړه.
د دغو سياليو پايلوبې ته ب.دري ۳۱۳ او منظو خاني لوبډلې لار موندلې وه، د لوبې لومړۍ پاڼۍ منظورخاني لوبډلې ولوبوله او په ټاکلو لسو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته ۷۳ منډې هدف کېښود، بل لوري ته ب.دري ۳۱۳ لوبډلې ياد هدف ته په پنځو اورونو کې ځان ورساوه او اتلولي يې خپله کړه.
هېره دې نه وي، چې دغو سياليو نږدې يوه مياشت دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته موټرسايکل او نورې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
