کابل؛ د تکواندو د مخکښو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو تدارکاتي سيالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۴ - ۹:۱۹
کابل؛ د تکواندو د مخکښو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو تدارکاتي سيالۍ ترسره شوې

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د تکواندو ملي فدراسیون په مرکزي تمريناتي ځاى کې د تکواندو ٥٠ مخکښو ورزشکارانو ترمنځ په اتو وزنونو کې د تکواندو المپيکي تدارکاتي سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ په څلور المپيکي وزنونو کې څلور ورزشکارانو اتلولي وګټلې.

د دغو سياليو کې په ٥٨کيلو وزن کې محسن رضايي، ٦٨ کيلو کې حکمت الله زين، ٧٤ کيلو وزن کې اميد سهاک او په مثت اتيا کيلو کې علي اکبر اميري خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره لومړي مقامونه تر لاسه کړل.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د کوريا تکواندو ازادو سياليو، اسيايي او نورو بين المللي سياليو ته چمتووالى دى.

ټاکل شوې د افغانستان تکواندو ملي لوبډله به تر راتلونکو دوو اوونیو جنوبي کوریا ته سفر وکړي او په درېيو مهمو بين المللي سياليو کې به ګډون وکړي.

له هغه وروسته به د سیپټمبر په مياشت کې د چين هېواد په کوربتوب اسيايي سياليو کې د ګډون لپاره چين ته سفر وکړي چې د اسيايي هېوادونو د ورزشکارانو لپاره د ٢٠٢٣ کال له مهمو لوبو څخه شمېرل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۷:۵۳
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۷:۵۲
Background image

کابل کې ۲۰ لوبڅارانو او روزونکو ته د موی تای په برخه کې د ظرفیت لوړولو ښوونيز سيمينار پای ته ورسېده

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د موی تای ملي فدراسیون له لوري د المپيک ملي کمېټې د غونډو پت تالار کې له مرکز او ولايتونو څخه ۲۰ لوبڅارانو او روزونکو ته د موی تای په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۳۴
Background image

هلمند کې د ۱۴لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې زلمي ځوانانو لوبډلې د یو پر. . .

BACK TO NEWS