د بادغيس ولایت په مرکز قلعه‌ی نو ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ پیل شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۸ - ۱۵:۲
د بادغيس ولایت په مرکز قلعه‌ی نو ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ پیل شو

د بادغیس د سپورت امریت او د دغه ولایت د فوټبال فدراسیون له لوري د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د مرکز قلعه‌ی نو ښار په لوبغالي پیل شوې.

د لیګ د پیل په مراسمو کې د بادغیس ولایت د سپورټ مسوولینو، د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون مسوولینو، د افغانستان د فوټبال فدراسیون او بادغیس د فوټبال فدراسیون مسوولینو، د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینو، روزونکو، د غږیزو او انځوریزو رسنیو استازو، ځوانانو، ورزشکارانو او ګڼ شمېر مینه والو ګډون کړی و.

د لیګ د پیل په لومړۍ لوبه کې د پامیر لوبډلې ۲-۰ ګولونو په توپیر السادات لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په دې سیالیو کې به (پامیر، السادات، اتحاد ب، خورشید، کوهسار، اتحاد ده برنج او شاهین) لوبډلې د یو بل په وړاندې د تګ او راتګ په توګه سیالۍ وکړي.

د دغه لیګ د ترسره کولو موخه د ځوانانو ترمنځ د فوټبال وده او همدارنګه د بادغیس ولایت لپاره په بیلابېلو عمري ډلبندیو کې منتخبو لوبډلو لپاره د غوره لوبغاړو په ګوته کول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۷:۵۳
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۷:۵۲
Background image

کابل کې ۲۰ لوبڅارانو او روزونکو ته د موی تای په برخه کې د ظرفیت لوړولو ښوونيز سيمينار پای ته ورسېده

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د موی تای ملي فدراسیون له لوري د المپيک ملي کمېټې د غونډو پت تالار کې له مرکز او ولايتونو څخه ۲۰ لوبڅارانو او روزونکو ته د موی تای په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۳۴
Background image

هلمند کې د ۱۴لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې زلمي ځوانانو لوبډلې د یو پر. . .

BACK TO NEWS