ننګرهار؛ د ښېوې ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي برشاکوټ لوبډلې خپله کړه
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ښېوې ولسوالۍ په کاشکوټ سيمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیاليو اتلولي برشاکوټ لوبډلې خپله کړه.
د دغو سياليو پايلوبې ته د برشاکوټ لينز او کلداد خان لوبډلو لار موندلې وه، چې په پيل کې برشاکوټ لوبډلې د توپوهنې پرېکړه وکړه او په ټاکلو اتو اورونو کې يې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته ۱۰۸ منډې هدف کېښود، بل لوري ته سياله کلداد خان لوبډله د ياد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او په ۸۶ منډو يې ماتې وخوړه.
د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی او خلکو ته د سالمې تفريح برابرول.
هېره دې نه وي چې يادو سياليو شپږ ورځې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته موټرسايکل د ډالۍ په شکل ورکړل شو.
