ميدان وردګ؛ په‌ سيد اباد ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۴ - ۱۰:۳۰
ميدان وردګ؛ په‌ سيد اباد ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او سید آباد ولسوالۍ د ورزشي کمېټې په همکارۍ په حيدر خېلو کلي د ټېب بال کرکټ اختريزې سيالۍ د غازي محمدجان خان لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبې ته غازي محمد جان خان او پتنګ لوبډلو لار موندلې وه، لومړی توپوهنه غازي محمد جان خان لوبډلې وکړه او په ټاکلو شپږو اورونو کې يې ۷۲ منډې هدف کېښود، بل لوري ته پتنګ لوبډلې په ټاکلو شپږو اورنو کې ۶۰ منډې جوړې کړې او سيالې لوبډلې ته يې په ۱۲ منډو ماتې ومنله.

د دغو سياليو لومړي مقام ته بايسکل، دويم او درېيم مقام لوبډلو ته کپونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

د يادونې وړ ده، چې يادې سيالۍ د اختر په دويمه پيل او نن پای ته ورسېدې او موخه یې د ولايت په کچه ورزش ته وده ورکول وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۷:۵۳
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۷:۵۲
Background image

کابل کې ۲۰ لوبڅارانو او روزونکو ته د موی تای په برخه کې د ظرفیت لوړولو ښوونيز سيمينار پای ته ورسېده

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د موی تای ملي فدراسیون له لوري د المپيک ملي کمېټې د غونډو پت تالار کې له مرکز او ولايتونو څخه ۲۰ لوبڅارانو او روزونکو ته د موی تای په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۳۴
Background image

هلمند کې د ۱۴لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې زلمي ځوانانو لوبډلې د یو پر. . .

BACK TO NEWS