د تکواندو ملي لوبډله نړۍوالو سیاليو کې د ګډون په موخه آذربایجان ته روانه شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۷ - ۱۴:۳۰
د تکواندو ملي لوبډله نړۍوالو سیاليو کې د ګډون په موخه آذربایجان ته روانه شوه

دافغانستان تکواندو ملي لوبډله د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالودود حقاني سره تر ليدنې او خداى پاماني وروسته د تکواندو نړيوالو لوبو کې د ګډون او لوبېدو په موخه د آذربايجان هېواد ته روان شوه.

د مخه ښې په دې مراسمو کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئیس الحاج مولوي عبدالودود حقاني، د المپيک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاينده اختري او د تکواندو فدراسیون مسوولينو شتون درلود.

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس ښاغلي حقاني د تکواندو له ورزشکارانو سره د ليدنې پر مهال دوی ته په دې لوبو کې د الله تعالی له درباره د بریا هیله څرګنده کړه او له دوی يې وغوښتل تر څو په ټوله نړۍ کې د افغانستان نوم او نښان اوچت کړي.

نوموړي ورزشکارانو سره د هر ډول ممکنې همکارۍ ډاډ څرګند کړ او زياته يې کړه؛ افغانان هم حق لري چې د نړۍ نورو هېوادونو په څېر په بهرنيو هېوادونو کې لوبې وکړي.

د تکواندو نړيوالي لوبې د آذربایجان په پلازمېنه باکو کې د روانې مې مياشتې په ٢٨ نېټه د افغانستان په ګډون د ۲۰۰سوو هېوادونو د تکواندو ورزشکارانو په ګډون پيل شوې، چې د جون تر څلورمې نېټې به دوام وکړي.

په دغو سياليو له افغانستان څخه په اتو وزنونو کې اتو ورزشکارانو، يوه روزونکي، يوه ترينر او د تکواندو ملي فدراسیون رئيس ګډون کوی.

د تکواندو ملي فدراسیون د معلوماتو له مخې په دغو سياليو د تکواندو درې تنه ورزشکاران په ايران کې تر تمريناتو وروسته وړمه ورځ آذربایجان هېواد ته رسېدلي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۴
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه زال ولسوالۍ په تربوز گزر سيمه کې د ۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

په يادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۳
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې آزادې شپنۍ سيالۍ وشوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۱۰
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS