کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه زال ولسوالۍ په تربوز گزر سيمه کې د ۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.
په يادو سياليو کې پر کندز سربيره له بلخ ولايت څخه يوې لوبډلې گډون کړی وو، چې په پايلوبه کې بلخ دولت مزاري لوبډلې خپلې سيالې کندز مرکز لوبډلې ته د ۳۱-۲۴ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سیالۍ واليبال ورزش ته د ودې ورکولو او د يادې سیمې وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوې، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
