وحدت لوبډلې د سمنګان فوټبال دوستانه سياليو اتلولي خپله کړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۷ - ۱۰:۱۰
وحدت لوبډلې د سمنګان فوټبال دوستانه سياليو اتلولي خپله کړه

د سمنګان ولایت د دره صوف بالا او دره صوف پاين ولسوالیو د دوو لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستانه لوبه چې تېره ورځ د دې ولايت په ورزشي لوبغالي ترسره شوه د دره صوف پاين وحدت لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.

په دغه ورزشي پروګرام کې د یاد ولایت پر ورزشي مسوولینو سربېره د ولایتي ادارې مسؤلینو هم ګډون درلود او لوبډلې يې وهڅولې او ملاتړ يې ترې وکړ.

د دغو سياليو په پايله کې وحدت لوبډلې د ٥-٠ ګولونو په توپیر اميد فردا لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.

د دې سياليو موخه د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شريکول او دَ ځوانانو ترمنځ د يوبل منل دي.

په پاى کې ګټونکې لوبډلې ته کپ او غوره ورزشکارانو ته مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۶
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS