کندهار؛ حاجي خان لوبډله د عینو مېنې کامران جام فوټبال سیالیو اتله شوه
په کندهار ولایت کې د عینو مېنې سپورټ مدیرت له لوري د فوټبال د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د کامران جام سیالۍ چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې، اتلولي يې حاجي خان لوبډلې وګټله.
یادې سیالۍ چې د روژې میاشتې په لومړیو کې بیل شوې وې، له ځنډ وروسته يې نن په پایلوبه کې حاجي خان لوبډلې سلیمي لوبډلې ته ۱-۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او د دې سیالیو اتلولي يې وګټله.
د فوټبال د دې ټورنمنټ موخه چې د ولایتونو په کچه د لوبو لپاره د غوره لوبغاړو موندل، ورزش ته د ځوانانو هڅول و، د پای په مراسمو کې يې د ولایتي ادارې د ورزش پر مسؤلینو سربېره، د بېلابېلو ادارو چاروکو، ورزشکارانو او ګڼ شمېر نندارچیان هم ګډون کړی و.
یاده دې وي چې په پای کې ګټونکې لوبډلې او غوره ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه او ډالۍ هم ورکړل شوې.
