هوالباقي

org_admin
جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۴
هوالباقي

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د فوټبال ملي فدراسیون ډایرکټر تخنیک او مدرس محمد حامد میوند دوه ورځې وړاندې په کورنۍ لانجه کې تر ټپي کېدو وروسته نن شپه وفات شوی او له فاني نړۍ څخه وکوچېد.

مرحوم محمد حامد میوند د هیواد د فوټبال له هڅاندو، زحمت کشو څېرو څخه و، کلونه ـ کلونه یې د فوټبال په برخه کې د هیواد بچیان او مربیان په صداقت سره روزلي دي او په دې برخه کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ـ ځلې کړې دي.

د ورزش ادارې رهبري د نوموړي مړینه د افغانستان د فوټبال او د هیواد د ورزش لپاره ستره ضایعه بولي، د نوموړي د مړينې له کبله د ده کورنۍ، دوستانو او د ورزش ټولو غړو ته تسلیت وایي. له الله تعالی څخه نوموړي ته د جنت الفردوس او کورنۍ ته یې د جميل صبر غوښتنه کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۳
Background image

په هرات کې د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ د انځور په ژبه

دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې، يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره واټن کې دوام لري.

تمه ده چې د دغو سياليو په‌ پايله کې به له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د ترسراوي لپاره چمتووالی روان دی.

د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق له دغه بهیر څخه لیدنه وکړه او هیله یې وښوده، چې دغه سیالۍ به په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۵۹
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو په ګدون د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په خانشین ولسوالۍکې د "جوړ افغانستان" په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل سوې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS