د غور ولايت په دولتيار ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ د فوټبال فدراسیون د استازي او د غور د فوټبال فدراسیون په همکارۍ د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د دولتیار ولسوالۍ په ورزشي لوبغالي کې پیل شوې.
د سیالیو لومړۍ لوبه د میهن او امید خراسان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ۲/۲ مساوي پای ته ورسېده.
د سیالیو موخه د دولتيار ولسوالۍ د ځوانانو ترمنځ د فوټبال لوبې پیاوړتيا ده او ټاکل شوې، چې يوه مياشت به دوام وکړي.
