باميان؛ د یکاولنګ ولسوالۍ ب لوبډلې د وزلوبې سیالیو اتلولي خپله کړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۴ - ۱۰:۲۰
باميان؛ د یکاولنګ ولسوالۍ ب لوبډلې د وزلوبې سیالیو اتلولي خپله کړه

د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د وزلوبې الف او ب لوبډلو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ چې پرون د دې ولایت په خم دښته کې د مصطفی علیزي سیاحتي شرکت په مالي مرسته پیل شوې وې، د یکاولنګ د (ب) لوبډلې په ګټه د ۸-۹ امتیازونو په توپیر پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې د بامیان ولایت د سپورټ ادارې مسوولینو، د بامیانو د وزلوبې فدراسیون مسؤولینو، امنیتي منصوبینو او د دغه ډګر ګڼشمېر مینه والو هم ګډون کړی و.

د دې سیالیو د ترسره کولو موخه د ورزشکارانو تر منځ یووالی او ورورولي او د یکاولنګ ولسوالۍ د لومړي نمبر لوبډلې لپاره د غوره چاپندازانو پیژندل وو.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۶
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه له دوو کلبونو د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه.

. . .
جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۴
Background image

هوالباقي

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د فوټبال ملي فدراسیون ډایرکټر تخنیک او مدرس محمد حامد میوند دوه ورځې وړاندې په کورنۍ لانجه کې تر ټپي کېدو وروسته نن شپه وفات شوی او له فاني نړۍ. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۲
Background image

بلخ؛ شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۳ جوړو. . .

BACK TO NEWS