په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره يوه لوبغاړي له پنځوسو (۵۰) لوبغاړو سره په پرلپسې ډول په نوبت سره د کیوکوشین کاراټې سیالۍ ترسره کړې
د ننګرهار ولايت په مرکز کې د شهيد معلم اول ګل په لوبغالي کې د لومړي ځل لپاره يوه لوبغاړي له ۵۰ تنو لوبغاړو سره په پرلپسې ډول په نوبت سره د کيوکوشين کاراټې سيالۍ ترسره کړې، دغه سيالۍ د ۱۴۰۲ ل کال د غويي مياشتې په ۲۲مه نېټه د جمعې په ورځ مازدېګر د افغانستان د کاراټې فدراسيون له خوا ترسره شوې.
په دې سیالیو کې د هیواد د بېلابیلو ولایتونه له: کابل، هرات، لوګر، کونړ او ننګرهار څخه ورزشکارانو برخه اخیستې وه، چې د آسيا اتل مقبول شاه مومند په يوازې ځان له ۵۰ لوبغاړو سره د کاراټې په سیالیو کې په بریالیتوب سره د اتلوالۍ ځای خپل کړ.
د یادو سیاليو د څارنې او رهبرۍ لپاره له پلازمېنې کابل نه ښاغلي محمدالله صابري د افغانستان کیوکوشین کان کاراټې سازمان د اداري او حقوقي چارو مرستیال او د یاد سازمان ځانګړي استازي استاد محمد یونس بشارت د افغانستان کیوکوشین کان کراټې سازمان د لوبڅارانو کمېټې مسول د سیالي رهبري کوله.
دغه پنځوس سیالۍ د کیوکوشین کاراټې لوبه کې د لوبغاړو د فزیکي او ذهني استقامت د وروستنۍ ازموینې په توګه ترسره شوې، چې لوبغاړي په ټول بدني ځواک او وړتيا سره له مقابل لوري سره د ضربې او قوت په واسطه (حریف) ته ماتې ورکړه. په دې سيالي کې له هر لوبغاړي سره يوه نيمه دقيقه فايټ وشو، چې ټولو سياليو ۸۰ دقيقې دوام وکړ.
د یادونې وړ ده چې د کاراټې په تاریخ کې یوازې د کیوکوشین کاراټې لوبې بنسټګر سوسای ماس اویاما هغه کس و، چې په يوازې ځان يې له ۳۰۰ کسانو سره سیالۍ ترسره کړي دي، تر اوسه پورې هیڅوک نه دي توانیدلي، چې د سوسای رېکارډ مات کړي، له سوسای نه وروسته د نوموړي شاګردانو تر ۱۰۰ کسیزو او ۵۰ کسیزو فايټونو پورې سيالۍ ترسره کړي دي.
د یادو سیالیو د ترسره کيدو موخه دا وه، چې د لوبغاړو فزیکي او ذهني وړتیا او د استقامت اخېرنی ازماېښت څرګند شي.
