د هیواد ویلچر باسکېټبال ملي لوبډلې د پارالمپیک آسیا جام مقدماتي سیالیو په خپله څلورمه لوبه کې چینتایپه ته ماتې ورکړه
د افغانستان د ویلچر باسکېټبال ملي لوبډلې د پارالمپیک آسیا جام د مقدماتي سیالیو په لړ کې د خپلې څلورمې لوبې پر مهال د چینتایپه هیواد ملي لوبډلې ته ۶۵- ۴۷ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.
د پارالمپک آسیا جام مقدماتي سیالۍ دا مهال د ټایلنډ هېواد په کوربتوب د نهو اسیایي هیوادونو ترمنځ روانې دي.
افغان لوبډلې تر دې وړاندې د کويټ، هانګکانګ او فلیپین هیوادونو ملي لوبډلو ته هم ماتې ورکړې وه.
