هلمند؛ په ګرمسېر ولسولۍ کې د۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۱ - ۱۱:۱۵
هلمند؛ په ګرمسېر ولسولۍ کې د۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د فوټبال فدراسیون تر چتر لاندې د ګرمسیر ولسوالۍ په امیر بلند اغا سیمه کې د څوارلس لوبډلو ترمنځ د فوټبال ناک اوټ سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د هیود او اتحاد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د یوه یوه ګول په وهلو سره مساوي پای ته ورسېده.

یادې سیالۍ چې تېره ورځ پیل شوې دي پکې هيواد، اتحاد، اقبال، افغان، حبیبی، خوشحال، لغمان شاهي،اریانا، وفا، حسین، لمر، حاجی نظر او اتحاد فوټبال لوبډلې لوبېږي.

باید یادونه وشي چې د ګرمسیر ولسوالۍ له دغو حوزوي سیالیو وروسته به د کرمسیر ولسوالۍ په کچه د فوټبال لیګ سیالۍ پیل شي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۶
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه له دوو کلبونو د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه.

. . .
جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۴
Background image

هوالباقي

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د فوټبال ملي فدراسیون ډایرکټر تخنیک او مدرس محمد حامد میوند دوه ورځې وړاندې په کورنۍ لانجه کې تر ټپي کېدو وروسته نن شپه وفات شوی او له فاني نړۍ. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۲
Background image

بلخ؛ شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۳ جوړو. . .

BACK TO NEWS