غزنی؛ په ګیلان ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او فوټبال فدراسیون په ګډه همغږۍ د ګیلان ولسوالۍ د جنډې په ورزشي میدان کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د جنډې او مکتب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کړې مکتب لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۵-۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
نوموړې سیالۍ د غويي میاشتې په ۳مه نېټه پیل او د روانې میاشتې تر ۲۳مې نېټې پورې په دوام وکړي.
