ننګرهار؛ په چپرهار ولسوالۍ کې د واليبال ټورنمنټ پیل شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۴ - ۹:۲۶
ننګرهار؛ په چپرهار ولسوالۍ کې د واليبال ټورنمنټ پیل شو

د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د بدني روزنې او سپورټ رياست له لوري د اختر په مناسبت د واليبال ټورنمنټ پيل شو.

د دغه ټورنمنټ په پيل کې څلور لوبې هم وشوې په لومړۍ لوبه کې د ماڼو A لوبډلي قلعه شيخ لوبډلې ته ٢-٠ ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې ګلشن اباد، شولاني لوبډلې ته ٢-٠ ماتې ورکړه.

په درېيمه لوبه کې ستانکزي لوبډلې احمدزي لوبډله ٢-٠ له مخې ليرې کړه.

او په څلورمه لوبه کې شعيب کلي، چينه فقيرزي لوبډلې ته د ٢-٠ ماتې ورکړه.

د دغو سياليو پر دوام به هره ورځ د اتو لوبډلو ترمنځ لوبې ترسره کيږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۱:۶
Background image

کابل کې د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سنوکر ملي فدراسیون له لوري په دشت برچي سیمه کې د کابل ښار له ٣٠ کلبونو د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۰:۴۲
Background image

خوست کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مهدیخېلو سیمه کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د صوبه سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۱۸
Background image

دا اتلتیک افغان ورزشکار په نړۍ‌والو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

د اتلتیک افغان ورزشکار الهام الدین سراج زي د ماراتون کلمبو ۲۰م پړاو نړۍ‌والو سیالیو کې ۴۲.۱۹۲ کیلو متره واټن په ۲ساعته او ۵۲ دقیقو کې وواهه او د سپینو زرو مډال ګټونکې شو.

دغو سیالیو کې. . .

BACK TO NEWS