زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د رسۍ کشولو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۸ - ۸:۳۹
زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د رسۍ کشولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې تېره ورځ د ۱۲ پهلوانانو ترمنځ په طوفان کلب کې د رسۍ کشولو سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د یوې ورځې لپاره د قلات ښار او میزانې ولسوالۍ د پهلوانانو ترمنځ ترسره شوې، چې په پایله کې د میزانې ولسوالۍ پهلوانانو بریا او اتلولي خپله کړه.

باید یادونه وشي، چې دغه سیالۍ د زابل ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت په مالي ملاتړ ترسره شوې او موخه یې ورزش ته د غېږنیونې د پهلوانانو تشویق او هڅونه وه.

هېره دې نه وي، چې په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۶
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه له دوو کلبونو د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه.

. . .
جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۴
Background image

هوالباقي

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د فوټبال ملي فدراسیون ډایرکټر تخنیک او مدرس محمد حامد میوند دوه ورځې وړاندې په کورنۍ لانجه کې تر ټپي کېدو وروسته نن شپه وفات شوی او له فاني نړۍ. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۲
Background image

بلخ؛ شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۳ جوړو. . .

BACK TO NEWS