په هلمند کې د فوټبال شپنیو سیالو په دوام درې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۱ - ۹:۳۵
په هلمند کې د فوټبال شپنیو سیالو په دوام درې سیالۍ ترسره شوې

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه همت ورزشي لوبغالي کې د فوټبال شپنیو سیالیو په دوام تېره شپه درې سیالۍ ترسره شوې.

په لومړۍ سیالۍ کې ښاروالۍ لوبډلې صادقي لوبډلې ته د میراجان نورزي د پنځو ګولونو پر مټ د ۶-۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.

دویمه سیالي د الماس او خورشید لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د ۳-۲ ګولونو په توپیر د الماس لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

د نن ورځې درېیمه سیالي د عمري او سیلاب هاشمي لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په پایله کې عمري لوبډلې د ۴-۱ ګولونو په توپیر بریا خپله کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۴
Background image

کابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رګبي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رګبي ملي فدراسیون له لوري د ياد رياست په غازي سټيډيوم کې د کابل او کاپيسا ولايتونو څخه د څلورو لوبډلو ترمنځ د کابل رګبي لوبډلې ټاکنیزې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

خوست؛ اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د پارکور نندارې وشوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ په ډاب سيمه کې د ۲۵ ورزشکارانو له لوري د پارکور زړه راښکونکې نندارې وشوې.

د يادو نندارو موخه له نشه يي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۲۴
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري او د اویک مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام. . .

BACK TO NEWS