کندهار؛ د فوټبال رمضان جام سیالیو په دوام شپږ سیالۍ ترسره شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۶ - ۱۰:۴۶
کندهار؛ د فوټبال رمضان جام سیالیو په دوام شپږ سیالۍ ترسره شوې

د کندهار ولايت په عینو مېنه کې د عینو مېنې د سپورټ مدیریت له لوري د فوټبال رمضان جام سياليو په دوام شپږ سیالۍ ترسره شوې.

په لومړۍ سیالي کې د عینو ځوانانوC لوبډلې نوري سعیدي لوبډلې ته د ۳_۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه سيالي کې فولاد ياران لوبډلې ځلاند لوبډلې ته په ۲_۰ ګولونو ماتې ورکړه.

همداراز په درېيمه سيالي کې حاجي خان A لوبډلې راستمل لوبډلې ته د ۲_۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

ورپسې په څلورمه سيالۍ کې ښايسته عيدګاه لوبډلې خادم لوبډلې ته په ۴_۰ ګولونو ماتې ورکړه او بریا يې خپله کړه.

همدا شان په پنځمه سيالۍ کې د کندهاري ځوانانو او فيضان لوبډلو ترمنځ سيالي يو پر يو مساوي پای ته ورسېده او په شپږمه او وروستۍ سيالي کې ګلشن کلب لوبډلې سوپر سالار لوبډلې ته د ۳_۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې ترلاسه کړه.

بايد يادونه وشي، چې د عینو مېنې د سپورټ مدیریت له لوري، درې ټورنمنټونه پيل شوي دي، چې ټولټال پکې ۱۱۲ لوبډلو ګډون کړی او د روژې مبارکې میاشتې تر وروستیو پورې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشريف ښار کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۴:۵۲
Background image

بلخ؛ مارمل ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مارمل ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۴:۴۹
Background image

پروان؛ غوربند ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په غوربند ولسوالۍ کې د اختر جام په نوم د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې څو ورځې. . .

BACK TO NEWS