پروان؛ غوربند ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په غوربند ولسوالۍ کې د اختر جام په نوم د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې څو ورځې مخکې پیل شوې وې د ياران حياتي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې ياران حياتي لوبډلې خپلې سیالې اتحاد غوربند لوبډلې ته د ۴/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول، ورزش ته د ځوانانو هڅول او له نشه يي توکو څخه يې لېري والی و؛ د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
