د لوګر اتلانو لوبډله د محمد اغې ولسوالۍ د واليبال سياليو ګټونکې شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۳ - ۱۵:۳
د لوګر اتلانو لوبډله د محمد اغې ولسوالۍ د واليبال سياليو ګټونکې شوه

دغه سيالۍ د کب مياشتې پر ۱۹ نېټه د لوګر ولايت په محمد اغې ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو تر منځ پيل شوې وې، چې په پای کې تېره ورځ د لوګر اتلانو لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.

د دې سياليو په پايلوبه کې د لوګر اتلانو او شاهي کلا لوبډلې له يو بل سره ولوبېدې، چې په پایله کې د لوګر اتلانو لوبډله وتوانېده، چې له ۱/۳ توپير سره مقابلې لوبډلې ته ماته ورکړي او د دې سياليو لومړی مقام وګټي.

په پای کې مقام ګټونکي غوره لوبغاړي د لوګر د بدني روزنې او سپورټ امريت له خوا د ډاليو په ورکولو سره وستايل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۱۶
Background image

میدان وردګ؛ سید آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په سید آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د چینا ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۷
Background image

خوست کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت مرکز اړوند لکڼو سیمه کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۶
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه له دوو کلبونو د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه.

. . .

BACK TO NEWS